پولیسو  په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي

برما کې د اعتراضونو پر مهال د پولیسو له لوري پر سر ویشتل شوې د یوې معترضې مېرمنې مړی

پولیسو په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

دغه معترضان پرون یکشنبه د پولیسو په ډزو وویشتل شول او دغه ورځ د کودتا پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له پيل راهیسې تر ټولو خونړۍ وه.

یوې ښځې هم په غالب ګومان وروسته تر دې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه چې پولیسو په یانګون ښار کې د ښوونکو اعتراض د یوه نارنجک بم په وسیله تیت او پرک کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د اعتراض کوونکو ځپل په کلکو ټکو غندلي او د اعتراض کوونکو پر ضد یې د وژونکو وسلو کارونه او د هغوی خپل‌سره نیول د نه‌منلو وړ عمل بللی دی.

هغه د وژنې او د خلکو د ټپي کېدو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په برما کې له یوې میاشتې راهیسې چې پوځ کودتا کړې او د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند یو شمېر نور غړي یې نیولي، اعتراضونه پیل شوي دي.