زلمی خلیلزاد دوحې، کابل او یو شمېر نورو ښارونو ته تازه سفر پيلوي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې، کابل او یو شمېر نورو ښارونو ته تازه سفر پيلوي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد به له افغان چارواکو، مشرانو، طالب استازو او د هغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې له سره پيل کړي چې د افغانستان په عادلانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند کې یې ګټې نغښتې دي.

خلیلزاد یو کال وړاندې په دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره (افغانستان ته د سولې راوستلو) په نوم د دوحې هوکړه لاسلیک کړه.

د نوموړي دا سفر داسې مهال پیلېږي چې افغان دولت د دوحې هوکړه ګټوره نه‌بولي او ویلي یې دي، دغې هوکړې له وخت ضایع کولو پرته افغانانو ته بل څه نه‌دي ورکړي.

طالبان بیا دا هوکړه ګټوره بولي او وایي، امریکایي لوری باید پرې ودرېږي.