ترکیه او افغانستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه لمانځي

د افغانستان او ترکیې بیرغونه

ترکیه او افغانستان په خپلو کې د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه لمانځي.

د هغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبې خپره کړې، ویل شوي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو به نن دوشنبه په انقره کې د افغانستان له سفیر امیر محمد رامین سره په ګډه د دې سفارت په انګړ کې نیالګي چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا سمبول دی، کېنوي.

د ترکیې د انادولیا خبري اژانس د راپور له مخې اوغلو به له هغې وروسته د وېډیو کنفرانس له لارې له کابل سره په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته چې د هغه سیال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر به هم په‌کې ګډون کوي، وینا وکړي.

د افغانستان او ترکیې ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې د ۱۹۲۱ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه ائتلاف د تړون په لاسلیک کېدو سره ټینګې شوې.

ترکیه هم لومړنی هېواد و چې په ۱۹۱۹ کال د افغانستان له خپلواکۍ وروسته‌یې په کابل کې سفارت پرانیست.

د راپور له مخې افغانستان هم دوهم هېواد دی چې هغه مهال چې ترکیې د خپلواکۍ لپاره جګړه مخ ته وړله د ترکیې عالي ملي اسامبله‌یې په رسمیت پېژندلې وه.