ایران له امریکا او اروپایي قدرتونو سره د خبرو لپاره د غونډې وړاندیز رد کړ

د تهران ښار یوې څنډه کې د ایران بیرغ

ایران پرون د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.

تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې متحده ایالاتو او درې اروپایي قدرتونو کړي، ایران داسې نه‌انګېري چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمي غونډې لپاره چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وي.

ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي چې تهران د جوزف بورېل پر دغه وړاندیز غور کوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال له دغه تړونه وایست او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

ایران او د امریکا د ولسمشر جو بایډن نوې اداره په دې اړه چې د دغه تړون د احیا لپاره څوک باید لومړی ګام پورته کړي، سره اختلاف لري.