ګارډین: د افغان جګړې په اړه که بایډن هره پرېکړه وکړي له خطره به خالي نه‌وي

ارشیف، د امریکا ولسمشر جوبایډن

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د جنګ او سولې په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په یو برخه کې راغلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې طالبانو ته زیات امتیازونه ورکړل شول.

دا هوکړه افغانستان ته د سولې د راوستلو د هوکړې په نوم لاسلیک شوه، خو د لیکنې د لیکوال په وینا طالبان تر اوسه په افغانستان کې اورکم او د جګړې څخه لاس په سر کېدو ته چمتو نه دي.

وړاندې راغلي، د تېر کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹مه نېټه د هوکړې د لاسلیک او تر را وروسته د بین الافغاني خبرو د پیل سربېره، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ور کړی چې د لېکوال په وینا له واشنګټن سره د لاسلیک کړي تړون پر وړاندې د دې ډلې بې پروايي ښيي.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون یکشنبه (د کب ۱۰مه) د امریکا د متحدو ایالاتونو سره د تړون د یو کال پوره کېدو په مناسبت وویل، دوی د هوکړې پر ټولو ژمنو ولاړ دي او هغه عملي کوي.

خو لاس انجلس ټایمز لیکي، طالبانو خپل دریځ روښانه کړی او هغه دا چې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو نه دي.

ورځپاڼه وړاندې وايي، د امریکا د متحده ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن اداره پرته له دې د افغانستان حکومت کمزوی او طالبان پیاوړي کړي، له افغانستانه خپل ځواکونه ایستلی شي.

وړاندې ویل شوي، د بایډن اداره په افغانستان کې د خپلو سرتیرو موجودیت ته له پام پرته، طالبانو او نړیوالو ملاتړو ته یې خبرداری ورکولی شي چې له کابله به ډیپلوماتیک، مالي او سیاسي ملاتړ وکړي.

د لیکوال په باور د امریکا متحده ایالاتونه باید د افغانستان تر څنګ ودریږي.

  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې بیا لیکلي چې جوبایډن ته د افغانستان اوږده جګړه په میراث ورپاتې ده او هره پریکړه یې چې په اړه وکړي له خطر به خالي نه وي.

دا بریتانوي ورځپاڼه لیکي، د بایډن اداره نه پوهېږي چې افغانستان کې پاتې شي، له دې هېواد ووځي او یا د وتلو مهالویش بدل کړي؟

ورځپاڼه وايي، د افغانستان جنګ تر ټولو بد میراث دی چې د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوسني ولسمشر جوبایډن ته پاتې دی.

وړاندې راغلي دي:

بایډن باید په راتلونکو ورځو کې پریکړه وکړې چې د طالبانو سره د ټرمپ سولې د هوکړې پر بنسټ چې لیکوال "کم ارزښته" بللې خپل ټول دوه نیم زره سریتري له افغانستانه وباسي که نه؟

د تېر کال د دې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د مې د میاشتې تر لومړۍ نېټې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو په دې شرط چې طالبان د ترهګرۍ سره د مبارزې په ژمنه ودریږي.

خو د ټرمپ ادارې ویلي، دوی پر شوې هوکړه او دې چې طالبانو څومره خپلې ژمنې عملي کړي بیا کتنه کوي.

د جنورۍ په میاشت کې د افغانستان د څېړنې یوې ډلې د امریکا کانګرس ته وړاندیز وکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر دې وځنډوي.