چارواکي: روان کال له کندهاره ۱۱ زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي

د کندهار انځر

سوداګر او کاروباریان د کندهار د صنعتي پارک د وچې میوې په یوه لوی سرای کې د انځرو پیر او پلور کوي.

انځر د کندهار مشهوره وچه مېوه ده چې د خوند او کيفيت له اړخه یې د افغانستان په نورو ولایتونو کې ساری نشته.

شاوليکوټ د کندهار هغه ولسوالي ده چې د نورو ولسواليو پرتله د انځرو ډېر باغونه لري. د دې ولسوالۍ د چنارتو د سيمې د اوسیدونکي خدای رحیم په بڼ کې د انځرو سلګونه ونې دي چې سږ یې هرې ونې د پخوا پرتله دوه برابره انځر کړي.

خدای رحیم وايي، د انځرو د حاصلاتو د ښه والي عمده لامل موسمي بارانونه او د زراعتي افتونو نشتوالى یادوي: "د انځرو کېفیت سم دی سږ انځر ډېر شوي."

د کندهار د وچې میوې سوداګر هم سږ کال د تېر پرتله د انځرو حاصلات ښه بولي خو وايي چې له هند پرته، د انځرو لپاره د یوه بل نړیوال مارکیټ او هوايي دهلېزونو نشتوالی یې د کاروبار پر مخ لويې او جدي ستونزې دي.

د کندهار د وچې میوې سوداګر هم سږ کال د تېر پرتله د انځرو حاصلات ښه بولي

محمودالله چې د انځرو سرای کې د کلونو راهیسې کاروبار کوي وايي، د هندوستان په بازارنو کې یوازې لومړي درجه انځر پلورل کېږي او د دوهمې او درېیمې درجې انځرو لپاره بل مارکیټ نشته.

دی زیاتوي: "اوله درجه انځر پلورل کېږي، درمیانه انځر چې د پاکستان موزینه ده یا تر هغه کښته موزینې دي هغه نه پلورل کېږي، هغه په بازار کې هم کښته دي، هندوستان اوله درجه انځر غواړي مګر دا کمروزي موزینې مخکې چې به ګران خرڅېدل اوس ارزانه خرڅېږي، هیله مو دا ده چې نورو هېوادونو ته هم انځر صادر شي، ځکه چې کال په کال ډیریږي."

هندوستان ته د کندهار انځر د پاکستان د لارې انتقالېږي چې سوداګر ډېر کله د لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخامخ کېږي.

د محمد داوود په نوم د انځرو یو بل سوداګر وايي، حکومت دې د هوايي دهلېزونو له لارې انځر نړیوالو مارکیټونو ته ورسوي: "د لارو مشکل دی د پاکستان لاره بنده شي، ځینې وخت د کرونا له خاطره د هندوستان لاره بنده شي، د هندوستان لاره چې بنده شي هغه ښه انځر پاتې شي او د پاکستان لار چې بنده شي هغه میانه انځر پاتې شي چې موږ ته تاوان کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې د هوایي ټرانسپورټ لاره برابره شي، څو زموږ انځر په هوايي لارو کې ولاړ شي."

د کندهار انځر

په عین وخت د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي هم مني چې د هوايي دهلېزونو او د هندوستان او پاکستان پرته د نورو هېوادونو سره د انځرو برخه کې د سوداګریزو اړیکو نشتوالی د انځرو پر کاروبار سیورۍ غوړلی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا ازادي راډیو ته وویل چې له دې ټولو ستونزو سره-سره روان کال کې له کندهاره د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۱ زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي.

دی وايي: "دا چې سږ کال د کال له پیله، حمل ثور او جوزا میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لار په مکمل ډول بنده وه، خو بیا هم خوشبختانه باید ووایو چې سږ کال تردې مهاله یوولس زره اووه سوه شپږ ټنه (۱۱۷۰۶) ټنه انځر صادر شوي دي چې ټولیز ارزښت یې شپېته میلیونه اووه سوه څلور شپېه زره ډالره کېږي."

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان زیاتوي چې بهرنیو هېوادونو ته د وچې او تازه میوې او طبي نباتاتو د صادراتو لپاره د پاکستان ترڅنګ که کومه بله لار او یا هم د هوایي دهلېز امکانات برابر شي نو د دغه ولایت د باغ لرونکو او سوداګرو عواید به زیات شي.