د روسیې د امنیت شورا: افغانستان کې د 'امارت' بېرته راتګ د منلو نه دی

ارشیف، ننګرهار یو شمېر طالب وسله وال

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، په افغانستان کې "د امارت بېرته راتګ د منلو نه دی او دا له وخته مخکې ده چې د طالبانو نومونه له تورلېسته ووځي."

نیکولای پاتروشیوف دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لېدو پر مهال په مسکو کې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي پاتروشیوف ویلي، تر هغو چې د سولې خبرو کې پرمختګ ونه شي، له وخته مخکې ده چې د طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته ووځي.

د پاتروشیوف دا خبرې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف له وروستیو خبرو سره په ټکر کې دي، هغه ویلي و، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي دي او باید امریکا له دې تړون په شا نه شي.‌

نوموړي همدا راز طالبان افغانستان کې یوه "ملي ډله" بللې او ادعا یې کړې چې د افغانستان تر نیمایي زیاته خاوره یې په کنټرول کې ده.

د کبلوف دغو خبرو چې له سپوټنیک خبري اژانس سره یې کړې وې د افغان حکومت غبرګون پارولی و.