امریکا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ژورنالېست خاشقجي په قتل تورن کړ

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د امریکا متحدو ایالاتونو د لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په څرګنده د ژورنالېست جمال خاشقجي په قتل کې تورن کړ.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالاتونه په څرګنده وايي، د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د "نیولو یا وژلو " طرحه تایید کړې وه.

په هغه استخباراتي راپور کې چې د ولسمشر جو بایډن ادارې خپور کړی، راغلي چې محمد بن سلمان "د ترکیې په استانبول کې د جمال خاشقجي د نیولو یا وژلو لپاره عملیات تایید کړي وو."

په دې اړه نور: امریکا د سعودي په ۷۶ اتباعو د ویزې بندیز اعلان کړ

دا راپور په۲۰۱۸میلادي کال کې چمتو شوی، خو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې یې د خپرېدو مخه نېولې وه.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ۷۶سعودي وګړو یې د سفر بندیز لګولی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وویل چې دا ټول د خاشقجي په قضیې پورې تړلي نه دي: "موږ د خاشقجي د قضیې په تعقیب اقدامات وکړل او په۷۶ کسانو مو چې فکر کوو د سعودي عربستان څخه بهر (د سعودي د شاهي دولت) مخالفانو ته ګواښ ګڼل کېږي د سفر بندیز ولګاوه.دا بندیزونه د خاشقجي په قضیه کې شامل دي، خو یوازې د قتل په دې قضیې پورې محدود نه دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي، د سعودي عربستان له خوا پر فعالانو او خبریالانو بریدونه باید ودریږي او دا د متحده ایالاتونو لپاره د منلو نه دي.

خو د هغو کسانو په منځ چې بندیز پرې لګېدلی خپله د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان شامل نه دی.

امریکايي چارواکو ویلي، د امریکا د یو متحد هېواد په مشر د بندیزونو اړتیا نه شته.

کله چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر وپوښتل شول، هغه وویل چې د سعودي او امریکا اړیکې د یو فرد په اړه له پریکړې لویې دي.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: "هماسې چې مخکې مې ویلي، د سعودي عربستان سره اړیکې تر هغې لویې دي چې یو شخص یې په اړه پریکړه وکړي. ولسمشر د سعودي پاچا سره په تماس کې دی. ما خپله د سعودي د بهرنیو چارو په وزارت کې له خپل سیال سره خبرې کړي، د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم له خپل ساري سره چې خپله محمد بن سلمان دی خبري کړي دي."

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی دی چې د سعودي عربستان د استخباراتو د یو پخواني کار کوونکې پانګه یې کنګل کړې او له نوموړي سره یې هر ډول راکړه-ورکړه جرم بللې ده.

ورته اقدام د هغه پوځي ټولې پر وړاندې هم شوی چې د محمد بن سلمان د ساتنې مسولیت لري او" یوازې هغه ته ځواب" ویونکی دی.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، هېواد یې د سعودي عربستان سره د وسلو پر تړون غور کوي، څو ډاډمن شي چې سعودي ته ورکول کېدونکې وسلې دفاعي دي نه تهاجمي.

جمال خاشقجي امریکا کې مېشت سعودي ټبری خبریال و او د واشنګټن پوسټ لپاره یې لیکنې کولې. هغه د۲۰۱۸میلادي کال کې د اکټوبر په دوهمه نېټه، د ترکیې په استانبول کې د څه اسنادو چمتو کولو پسې د سعودي قونسلګرۍ ته ننوت، خو بېرته ژوندی راونه وت.

وروسته څرګنده شوه چې هغه په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی او جسد یې ټوټې، ټوټې شوی.

جمال خاشقجي امریکا کې مېشت سعودي ټبری خبریال و او د واشنګټن پوسټ لپاره یې لیکنې کولې

دا ۵۹کلن خبریال د شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدانو څخه و.

سعودي عربستان په دې وژنه کې د ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل رد کړي.

دې هېواد د تړلو دروازو تر شا یوه محکمه کې پنځه کسان د جمال خاشقجي په وژنه کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم کړي او درې تنه نور هم په اوږده بند محکوم کړي. خو دوه لوړ پوړو چارواکو ته چې ظاهراً د دې قتل طراحان ګڼل کېږي برائت ورکړل شوی دی.

د امریکا د استخباراتي راپور تر خپرېدو وروسته په دې اړه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل عکس العمل کې ویلي چې دا راپور" منفي، دروغ او یوه نه منونکې څیړنه ده" چې ریاض یې ردوي.

په خلیج کې د امریکا بل متحد، متحده عربي اماراتو هم د دې راپور په وړاندې د سعودي عربستان د دریځ ننګه کړې.