چارواکي: بلخ کې له هرو ۵۰۰ روږدو یوازې یو تن د درملنې بستر لري

آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري

 

په بلخ کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې له هر ۵۰۰ روږدو کسانو څخه یوازې د یوه کس لپاره د درملنې بستر لري.

قیس فیروزي ۳۷ کاله عمر لري او ایران ته د کار لپاره تللې و، خو هلته په مخدره توکو روږدي شوی دی.

دی اوس مهال د بلخ د عامې روغتیا د اعتیاد په مرکز کې تر درملنې لاندې دی.

قیس وېره لري چې له درملنې وروسته د کار د نه شتون له امله بیا د مزار د کوڅو په ویجاړو ځایونو کې د مخدره توکو څکولو ته مخ نه کړي.

نوموړی وايي: "وېرېږم چې له دې ځایه بهر شم، کار به نه وي او بیا به د کثافتو پر سر او د سړکونو پر غاړه په ویالو کې پوډر څکولو ته مخه نه کړم."

ارشیف، په افغانستان کې په نشه يي توکو یو تن روږدی

د بلخ د روغتیا ریاست چارواکي وايي د کار نشتون په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر زیات کړی دی.

د عامې روغتیا د اعتیاد د مرکز مشر عصمت الله کریمي وايي چې بلخ کې د معتادین شمېر ډېر، خو د درملنې د مرکزونو د بستر کچه یې ډېره کمه ده.

دی وایي، په بلخ کې د معتادینو د درملنې یوازې څلور مرکزونه شته چې د ۴۳۵ بسترو ظرفیت لري.

هغه وویل: "زموږ د شته بسترونو کچه بسنه نه کوي. باید د درملنې د مرکزونه شمېر زیات شي او موږ دې برخه کې هڅې پیل کړي."

خط نو، په شمال زون کې د مخدره توکو د کښت، تولید او قاچاق په اړه د څېړنو یو مرکز دی.

د دغه مرکز مشر، عبدالقادر مصباح وايي چې د دوی سره ثبت شوي شمېرې ښیي چې بلخ کې په ټولیز ډول تر ۲۱۰ زرو زیات کسان په مخدره توکو روږدي دي.

د خط نو سازمان

ده ویلي چې ښځې، ماشومان او ځوانان هم په دغو روږدو کسانو کې شامل دي.

په بلخ کې د عامې روغتیا د اعتیاد مرکز مشر وايي چې په ازاده توګه د مخدره توکو قاچاق او پلور دې ته زمینه برابره کړې چې بلخ کې د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو شي.

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

هاخوا بیا د بلخ پولیس وايي چې په هڅه کې دي، څو د مخدره توکو د استفادې، پلور او قاچاق مخه ډب کړي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته ووېل چې په تېره یوه اوونۍ کې د مخدره توکو د پلور په تور څو کسان نیولي دي.

هغه وويل: "موږ په داخلي کمربندونو او همدا راز په هوايي ډګر کې هغه کسانو چې د مخدره توکو انتقال او پلور ترسره کاوه، کابو لس تنه ونیول."

د یادولو وړ ده، سره له دې چې د بلخ عامې روغتیا ریاست د سلګونه روږدو کسانو درملنه کړې، خو مخدره توکو ته په اسانه توګه لاس رسی او فقر لامل شوی څو رغېدلي معتادین بیا اعتیاد ته مخه کړي.