چارواکي: ارزګان کې د تېرکال پرتله د چرګانو ۱۵ فارمونه زیات شوي

ارشیف

ارزګان کې په وروستیو کلونو کې د چرګانو د ساتنې فارمونه زیات شوي دي.

دې چارې که یوې خوا دې ولایت کې د چرګانو غوښې زیاتې کړي له بلې خوا یې ځینو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

د دې ولایت مرکز د ترینکوټ ښار څخه لېرې په بېدک کاریز سیمه کې ۲۷ کلن داد محمد د چرګانو فارم لري وايي، د ۵ زرو سپینو چرګانو په پالنه بوخت دی:" دا چرګان په دوو میاشتو کې پلورل کېږي، تېر فصل مې ۴ لکه پاکستانۍ کالدارې وګټلې. ارزګان کې مخکې د چرګانو دوه فارمونه وو، اوس یې شمېر تر ۳۰ زیات شوی. "

دی وايي، دې فارم کې ورسره پنځه نور کسان هم په کار بوخت دي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین هم وايي چې دغه ولایت کې د تېر کال پرتله ۱۵ د چرګانو فارمونه زیات شوي دي.

د دې ادارې مشر احمد شاه خیري ازادي راډيو ته وویل چې دا فارمونه به سږکال ۵۰۰ ټنه غوښه تولید کړي.

ښاغلی خیري زیاتوي، دا غوښه د ارزګان ولایت لپاره کافي نه ده او دې ولایت لا هم له کندهار او نورو ولایتونو څخه د چرګانو غوښې واردوي.