مارشال دوستم: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې اوسني نظام ته زیان ورسوي

مارشال دوستم له یو کلني ځنډ وروسته کابل ته راغی

عبدالرشید دوستم د مارشالۍ نظامي رتبې له اخېستو نږدې یو کال وروسته کابل ته راغلی او وایي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې اوسني نظام ته زیان ورسوي.

د جنبش اسلامي ګوند مشر عبدالرشید دوستم په کابل کې یوې ناستې ته وویل، سوله د ټولو غوښتنه ده، نو ځکه له دې بهير ملاتړ کوي.

خو مارشال دوستم ټېنګار کوي، که د سولې روانې خبرې بریالۍ نه‌شي، له اوسني نظامه به په کلکه دفاع او ساتنه وکړي: "په سوله کې د ټولو لاس پورته دی، ځکه ټول خلک سوله غواړي. که د سولې بهېر بریالی نه‌شو ، چا ته اجازه مه ورکوئ چې اوسنی وضعیت خراب کړي. له نظام، سیسټم او امنیت څخه دفاع زموږ مسوولیت دی."

عبدالرشید دوستم، د جمهور رئیس غني او د مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې وروسته، د روان کال چنګاښ میاشتې کې د مارشالۍ رتبه واخېسته.
که څه هم جمهور رئیس غني عبدالرشید دوستم ته د مارشالي رتبې د ورکړې فرمان لاسلیک کړ، خو په هغه مراسمو کې یې ګډون و نه کړ چې پر اوږه یې د دې تر ټولو لوړې نظامي رتبې نښانونه را وځړول شول.

ښاغلي غني، د مارشالي رتبې فرمان عبدالرشید دوستم ته لاسلیک کړ، خو خپله یې یادو مراسمو کې ګډون و نه کړ

له مارشال دوستم سره د جمهور رئیس غني اړیکې هغه مهال ترينګلې شوې چې هغه د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په جنسي ځورونې تورن شو.

که څه هم د ښاغلي دوستم د دفتر ویاند احسان نیرو ازادي راډیو ته وویل، عبدالرشید دوستم به نن شنبه (د کب ۹مه) مازدیګر د سیاسي مشرانو په ناسته کې له جمهور رئیس غني سره ګوري، خو ارګ په دې اړه څه نه وایي.

په ورته وخت کې سیاسي فعال اسحاق ګیلاني وایي، جمهور رئیس غني د خپل سیاسي قدرت د ښودلو په موخه او د راتلونکي کال پسرلي کې د جګړې چمتو والي لپاره مارشال دوستم کابل ته را غوښتی دی.

د ښاغلي ګیلاني په خبره، په ارګ کې د سیاسي او د هېواد اغېزمنو څېرو سره لیدنې هم په همدې موخه کېږي.

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه: "دوستم چې د یو قوم استازولي کوي او اوس مارشالي هم لري، جمهور رئیس هغه باید ځان ته وغواړي. په داسې حال کې چې یو کال یې ورسره و نه لیدل، له دې سره غواړي چې د خپلو حکومت ځواک ډېر کړي او غواړي چې د راتلونکي کال لپاره د طالبانو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري."

د افغانستان جمهور رئیس په وروستیو څو ورځو کې د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره لېدنې ډېرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر د افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي ډلو ترمنځ خبرې دوام لري او حکومت هڅه کوي د دې خبرو د‌ بریا او سولې د راتلو لپاره ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع پیاوړي کړې.