د پاکستان د صادراتو لومړۍ محموله تاجکستان ته ولېږدول شوه

د پاکستان د صادراتو لومړۍ محموله

د پاکستان د صادراتو لومړۍ محموله په خوست ولایت کې د غلام خان بندر له لارې تاجکستان ته ولېږدول شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لار په دې وروستیو کې د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره پرانېستل شوې ده.

نوموړي وویل چې د پاکستان دغه توکي چې ۳۰ ټنه سبزیجات په کې شامل دي د غلام خان بندر له لارې او له افغانستانه تر ټرانزیټ وروسته د کندز ولایت شیرخان بندر کې تاجکستان ته ولېږدول شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ - ټرانزیټ لېږد په موخه د غلام خان بندر د پرانېستلو هرکلی کوي او دغه ګام د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د لاپراختیا لپاره اغېزمن بولي.

د تورخم بندر ترڅنګ د غلام خان بندر، یو له هغو بندرونو څخه دی چې د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې کچه لوړوي.

دغه لار دغه هېواد ته هم د ټرانزیټ له اړخه ښه عواید راوړی شي.

د پاکستان حکومت تېرکال ژمنه کړې وه چې د غلام خان ترڅنګ به د تورخم او سپین بولدک بندرونو کې پر سوداګریزو توکو د بار موټرونو لپاره ۲۴ ساعته پرانېستې وي او په ورځنۍ کچه به له دغو بندرونو د اوښتلو لپاره د موټرونو د شمېر محدودیت نه لګول کېږي.