ملګرو ملتونو کې د برما سفیرله نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

کیاو مو تُن په برما کې د پوځ له لوري له مظاهره چیانو سره د تشدد د مخنیوي لپاره په نړیواله کچه د اقداماتو غوښتنه وکړه. 

په ملګرو ملتونو کې د برما سفیر په خپل هېواد کې له پوځي کودتا سره مخالفت وکړ او په برما کې یې ملکي حکومت ته د بېرته واک سپارلو لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

کیاو مو تُن د جمعې (د کب ۸مه) په ورځ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په ښکاره بیانونه خپاره کړي، په کې په برما کې پوځي کودتا وغندي او دا حکومت په رسمیت ونه پېژني.

کیاو مو تُن په برما کې د پوځ له لوري له سوله ییزو مظاهره چیانو سره د تشدد د مخنیوي لپاره په نړیواله کچه د اقداماتو غوښتنه وکړه.

په برما کې پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه واک په خپل لاس کې واخېست،

د هېواد مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند نور مشران یې زنداني کړل.

پوځیان ادعا کوي چې د نوومبر په انتخاباتو کې درغلۍ شوې وې.