حنیف اتمر خپل روس سیال ته د پوتین لپاره د افغان ولسمشر پيغام وسپاره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر خپل روس سیال سرګي لاوروف سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل روس سیال سرګي لاوروف ته هغه پیغام سپارلی چې افغان ولسمشر د روسیې ولسمشر ته استولی دی.

محمد حنیف اتمر نن په مسکو کې له خپل روس سیال سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي اتمر وویل، د ولسمشر اشرف غني په پیغام کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوستانه اړیکو او ملګرتیا لپاره هیله څرګنده شوې.

لاوروف په دې خبري غونډه کې، په افغانستان کې د ناامنیو په تېره د داعش ډلې د فعالیت او د مخدره موادو د قاچاق له کبله اندېښنه وښوده.