ډاکتران: د نشې د مخنیوي لپاره وقایه تر درملنې مؤثره او ګټوره لاره ده

هرات کې د معتادینو د درمنلې او هغوی ته د روحیې ورکولو لپاره موسیقي

طبي ډاکتران وايي چې د نشې د مخنيوي لپاره وقایه یو اساسي اصل دی، خو په افغانستان کې دې برخې ته دومره پام نه‌دی شوی.

طبي ډاکتران وقایه د درملنې په پرتله ارزانه او مؤثره لاره بولي، دوی زیاتوي چې د وقايې جامع او عملي پروګرام کولای شي په نشه‌يي موادو باندې د روغو خلکو د اخته کېدو مخه ونیسي.

فرشته یوه له هغو معتادو مېرمنو څخه ده چې څو ځله‌یې نشه پرېښې، خو بېرته په نشو اخته شوې ده.

دا وايي چې مور او پلار یې معتاد ول، دا هم ځکه په نشو اخته شوه چې د ځان ساتنې او نشو په اړه‌یې پوهاوی نه‌درلود.

فرشته وايي: "ډېره نشه مې کوله، وروسته مې ښوونکې مور او پلار ته شکایت وکړ چې فرشتې ته په ټولګي کې خوب ورځي او له پوزې څخه‌یې هم وینه بهېږي، له دې لارې مې مور پوه شوه چې زه معتاده شوې یمه. زه مې کورنۍ څو ځله د نشې پرېښودلو لپاره بستري کړمه، خو نشه مې خوشې نه‌کړه، ځکه چې مور او پلار مې خپله نشه کوي. زه چې کله کور ته ځمه، ګورمه چې مور او پلار خپله نشه کوي، په دې صورت کې زه نشه نه‌شم پرېښودلای."

افغانستان کې په نشه‌یي موادو اخته مېرمنې

رضا یو بل ځوان دی چې د نشه‌يي موادو له زیانونو څخه د ناخبرۍ له امله معتاد شوی او خپله ټوله شتمني یې په دې لاره کې بايللې ده.

دی وايي چې د چرسو، هیروئینو او تریاکو د زیانونو په اړه‌یې معلومات درلودل، خو نشه‌يي ګولۍ یې نه‌پېژندلې، ځکه‌یې ملګرو په ډېرې اسانۍ سره د نشو په دام کې بند کړ.

رضا زیاتوي: "ملګري مې د ټریماډول په نوم ګولۍ راکړه، خو دا يې راته ونه‌ویل چې دا ګولۍ نشه لري. کله چې مې هغه ګولۍ وخوړه خوند یې راکړ، د خرڅلاو د ځای پوښتنه مې وکړه، ده‌يې هم پته راکړه. وروسته خپله هلته تلم او ګولۍ به مې رانيولې. په لومړیو کې مې دا ګولۍ له خپلو ملګرو څخه رانيولې، خو درې اوونۍ وروسته چې مې کله استعمال ډېر شو، مجبوره شوم چې خپله د ټریماډول ګولۍ رانیسم."

طبي ډاکتران په نشه‌يي ګولیو او نورو کیمیاوي نشه‌يي موادو باندې د اخته کېدو یو لامل د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه د خلکو ناخبري بولي.

ډاکتر فرید بزګر وايي چې له وقايې پرته د درملنې پروګرامونه ډېره لږه ګټه لري او ډېری ځوانان د ناخبرۍ یا ساعت‌تېرۍ له امله نشو ته مخه کوي.

ښاغلی بزګر وايي: "د اعتیاد درملنه پر درېیو برخو وېشلی شو؛ لومړۍ برخه وقایه او یا د اعتیاد مخنیوی دی. دوهم برخه په کور او یا د درملنې په مرکز کې د معتاد درملنه ده او درېیمه برخه تر درملنې وروسته د معتاد څارنه ده. له بده مرغه چې په افغانستان کې د اعتیاد درملنې ته ډېر پام شوی، خو وقایې ته چې د درملنې یو مهم اصل دی، دومره پام نه‌دی شوی، وقایه تر درملنې اسانه، ارزانه او مؤثره ده."

هرات کې د معتادینو د درمنلې او هغوی ته د روحیې ورکولو لپاره موسیقي

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره د وقایوي پروګرامونو پر ارزښت ټینګار کوي او په خپلو راپورونو کې یې د نشه‌يي موادو د مخنیوي په برخه کې وقايه یو مهم اصل ګڼلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال ډاکتر عبدالشکور حیدري وايي چې وقایوي پروګرامونه د اعتیاد او دغه ډول د هغو کسانو لپاره ډېر ګټور دي چې تازه په نشو اخته شوي وي، خو دې اړتيا ته دومره پام نه‌دی شوی.

ډاکتر حیدري وايي: "له ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو څخه را په دې خوا چې کله افغان دولت وقایوي پروګرامونه پیل کړي، عامه پوهاوي او د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه‌یې هم خلکو ته معلومات ورکړي دي، خو بیا هم داسې یو وقایوي پروګرام چې پر شواهدو او علمي بنسټونو ولاړ وي، تر دې دمه نه‌دی عملي شوی."

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د عرضې د کچې لوړوالی او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د سکټورونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، هغه اساسي ستونزې دي چې وقایوي او د اعتیاد د مخنیوي پروګرامونه‌یې ټکني کړي دي.

راپور: فرید حلیمي

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکتران: وقایه تر درملنې مؤثره او ګټوره لاره ده