د بحرین او اسرائیل صدراعظمانو د ایران پر اټمي پروګرام خپلو کې بحث وکړ

ارشیف، د ایران له لوري یو ازمویل شوی راکټ

د بحرین او اسرائیل صدراعظمانو د ایران د اټمي پروګرام په اړه په خپلو کې بحث وکړ.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د بحرین د دولتي اژانس په حواله دا راپور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي چې په ۲۰۱۵م کال کې د تهران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې موافقه بېرته برحاله کړي.

د بحرین ولیعهد او صدراعظم سلمان بن حمد ال­خلیفه د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په پروني ټیلیفوني تماس کې د سیمې د امن او ثبات لپاره د ایران پر اټمي پروګرام په بحثونو کې د سیمې د هېوادونو ګډون مهم وباله.

د بحرین ولیعهد او صدراعظم سلمان بن حمد ال­خلیفه

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر جو بایډن ادارې روانه میاشت اعلان کړه چې هڅه کوي د ایران پر اټمي پروګرام بحثونو ته ستنه شي، د بحرین د صدراعظم او ولیعهد څرګندونې د خلیج د یوه عربي هېواد لومړی عکس‌العمل ګڼل کېږي.

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ درې کاله مخکې د ایران له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو او پر ایران د بندیزونو د بېرته لګولو اعلان وکړ.

هغه وخت له دې تړون څخه د واشنګټن وتل د اسرائیل او د خلیج د ځینو هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوي وو.

د خلیج هېوادونه او اسرائیل پر اټمي موضوع په مخکېنیو ورټولو مذاکرو کې دخیل نه‌وو او د ایران پر اهدافو یې شکونه درلودل.

دوی یوازې ویلي وو دوی په هغه صورت کې د کومې موافقې ملاتړ کوي چې د راکټي پروګرام په ګډون د ایران اټمي فعالیتونه محدود شي او دغه هېواد په منځني ختیځ کې د افراطي او ملېشه ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

یو عمده دلیل چې ټرمپ له هغه تړون څخه ووت همدا موضوع ده. هغه ویلي وو چې په اټمي تړون کې دغو مسایلو ته پام نه‌دی شوی.

د بحرین صدراعظم او ولیعهد په پرونۍ ټیلیفوني مکالمه کې د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته غوښتنه کړې چې له ایران سره پر اټمي موضوع په هر ډول مذاکرو کې باید نور پراخ موضوعات هم شامل کړای شي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د بحرین او اسرائیل صدراعظمانو په روغتیايي او نورو برخو کې پر ګډه پانګونه او همکاري هم خبرې کړې دي.

اسرائیل د تېر میلادي په سپټمپر میاشت کې له بحرین او متحده عرب اماراتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا اعادې موافقې لاسلیک کړې.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په حواله، دغه موافقې د منځني ختیځ څرګندويي کوي چې د ایران په اړه ګډو اندېښنو، تجارتي فرصتونو او د فلسطین مسئلې ته هم په‌کې کتنه شوې ده.