نادر نادري: د سولې خبرو کې ځنډ د طالبانو پر ارادې شکونه راولاړوي

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي یو شمېر غړي

د دولت د مذاکراتي هیئت یو غړی وايي، په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ شکونه ولاړوي چې ایا مقابل لوری یعنې طالبان د جګړې، که سولې اراده لري.

نادر نادري په هغه مرکه کې چې تېره شپه له ملي ټلوېزیون نه خپره شوه، وویل: "اوس چې دومره وخت تېرېږي او پر اصلي مسایلو په مذاکرو کې پرمختګ نه‌شته، نو واقعاً دا شک ولاړوي چې هاخوا د جګړې اراده لري، که د سولې؟"

ښاغلي نادري وویل چې د دولت هیئت به هڅه وکړي چې په راروانو مذاکرو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي، ځکه اوربند او په افغانستان کې د جګړې بندېدل د اکثرو افغانانو غوښتنه ده.

په قطر کې د طالبانو او افغان دولت مذاکره کوونکو هیئتونو د تماس ډلو تر یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره دوشنبه په خپلو کې غونډه وکړه.