د افغان دولت مرکچي پلاوی: د طالبانو لوری د مذاکرو د ځنډ سبب شوی

ارشیف، قطر کې د سولې خبرو پرانیست غونډه کې د طالب پلاوي یو شمېر غړي

د افغان دولت د مذاکراتي هیئت یو غړی وایي، دغه ټیم خپل بحثونه له مقدمې ورهاخوا پر جدي مسایلو ورټول کړي، خو د طالبانو لوری د مذاکرو د ځنډ سبب شوی دی.

دغه غړی وايي، هغه بېړه چې د مذاکرو لپاره‌یې د دولت هیئت لري، د دوی په مقابل لوري کې هغه لېوالتیا نه تر سترګو کېږي.

نادر نادري بېګاه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د دولت مذاکراتي هیئت به په راروانو بحثونو کې د اوربند پر ټینګښت تمرکز وکړي.

ښاغلي نادري زیاته کړه: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتي هیئت له ډېره وخته له مقدمې وتلی دی. موږ ته لومړیتوب دا دی چې دا جګړه ودرېږي، نو له بده مرغه هغه تلوار چې موږ یې لرو، مقابل لوري هغه تلوار له ځان سره نه‌دی راوړی. موږ هیله کوو او هیله‌من یو چې تر دې وروسته مجالس معنی‌داره وي."

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري

ښاغلي نادري چې بېرته قطر ته روان دی وویل، وسله‌وال طالبان غوښتنه لري چې نور بندیان‌یې هم خوشې شي، خو د ده په باور دا غوښتنه داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو د څه باندې ۵،۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل په افغانستان کې د روانې جګړې د بندېدو سبب نه‌شو.

د دولت او طالبانو د مذاکراتي هیئتونو ترمنځ مذاکرې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه پیل شوې چې تر درېیو میاشتو وروسته په دغو مذاکرو کې د ۲۰ ورځو لپاره وقفه راغله.

د مذاکرو دوهم پړاو د جنورۍ میاشتې له لومړیو پیل شو، خو په دې پړاو کې د سولې خبرې ټکنۍ او ورو مخ ته ځي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مذاکرو پر مهال د وقفې راتلل عادي خبره او د مذاکرو یوه تقاضا بللې وه.

د مذاکرو د دوهم پړاو له پیل سره جوخت د طالبانو یوه هیئت روسیې او بل‌یې ایران ته سفرونه وکړل، دې مسئلې د افغانستان د حکومت انتقاد وپاراوه او طالبان‌یې تورن کړل چې د سولې مذاکرو ته جدیت نه‌ښيي.

تر دې مخکې د مذاکرو د ۲۰ ورځنۍ وقفې پر مهال د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه هیئت پاکستان ته هم سفر کړی و.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

نادر نادري وویل چې د طالبانو په دغو سفرونو کې وضاحت نه‌و چې دوی هلته څه وویل او دوی ته څه وویل شول: "ورباندې اتهام شته، دوی چې پاکستان یا نورو ځایونو ته تللي وو، هغه وېډیوګانې چې خپرې شوي، هغه مجلسونه چې شوي دي، شفافیت نه‌شته چې په دغو مجلسونو کې څه بحثونه شوي دي. تورونه شته دوی باید سپیناوی وکړي."

وروسته له هغې چې په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکراتي هیئتونو د تماس ډلو تېره دوشنبه بیا په خپلو کې غونډه وکړه، د مذاکرو د دوام په اړه‌یې هیلې وغوړولې.

په قطر کې د دولت د مذاکراتي هیئت غړې فوزیې کوفي ازادي راډیو ته وویل، دوی تمه لري چې راروان بحثونه جدي وي.

اغلې کوفي وايي: "په راروانو ورځو کې به بحثونه د اجنډا پر تدوین او دا چې پر کومو مواردو باید لومړی خبرې وشي متمرکز وي. موږ ژمن یو چې بحثونه جدي وي. له هغو مواردو پیل شي چې د خلکو پر ژوند اغېز لري. د امنیت او اوربند موضوع مهمه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د هیئت د وړاندیز په لومړیتوبونو کې مطرح شوې ده."

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي

تر اوسه د طالبانو هیئت د حکومت او عامو افغانانو له غوښتنو سره سره په افغانستان کې د دایمي اوربند ټینګښت ته غاړه نه‌ده ایښې، خو مخکې یې ویلي وو پر دې موضوع به د مذاکرو په جریان کې خبرې کېږي.

د افغانستان د سولې پر موضوع پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په روسیه او د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي په پاکستان کې له ځینو عالي‌رتبه چارواکو او بنسټونو سره خبرې کړې دي.