د افغانستان روغتیا وزارت ۱۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین دولتي چارواکو ته ورکوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

په داسې حال کې چې د نړۍ کم شمېر هېوادونه د کرونا ویروس د له‌منځه وړلو لپاره د دې ویروس ضد واکسین په تطبیق بوخت دي، افغانستان هم له دې کاروان شاته نه‌دی پاتې.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت تازه وايي، د هندوستان د مرسته شویو ۵۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین څخه ۱۰ زره دوزه‌یې دولتي چارواکو ته ځانګړي شوي.

دغه ۵۰۰ زره دوزه واکسین په دوو پراړونو کې ۲۵۰ زره کسانو ته ورکول کېږي.

که څه هم د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې وه چې دا واکسین په لومړي پړاو کې روغتیا پالانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او خبریالانو ته تطبیقوي، خو اوس دا وزارت وايي، په دې کټګورۍ کې دولتي چارواکي هم شامل دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري وايي: "موږ یو اندازه واکسین دولتي چارواکو ته ځانکړی کړی چې شمېر یې شاوخوا ۱۰ زره دوز ته رسېږي چې تطبیق به شي."

افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق د پيل پرانیست غونډه

له بلې خوا ځيني هېوادوال د دې واکسین د عادلانه وېش غوښتنه کوي.

عارف چې کرونا ناروغي یې تېره کړې وايي، لومړیتوب باید مظلومو خلکو ته ورکړل شي.

عارف زیاتوي: "د کرونا واکسین باید په متوازن ډول ووېشل شي، داسې نه‌شي چې بیا زورواکان په دې برخه کې برلاسي شي، افغانان زیاتې اقتصادي ستونزې لري او باید افغان دولت د مظلومو خلکو غږ واوري."

هلال بیا لیرې پرتو سیمو کې د دې واکسین د وېش غوښتنه کوي.

دی وايي: "دغه واکسین باید لومړی هغه خلکو ته ووېشل شي چې غریب دي او په لیرې کلیو او بانډو کې ژوند کوي، تاسو پوهېږئ چې په لیرې پرتو سیمو کې خلک ان روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسي نه‌لري، نو لومړی باید له کلیو پیل شي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي، له مرسته شویو ۵۰۰ زره دوزه واکسین څخه ۱۱۰ زره دوزه‌یې روغتیا پالانو ته، ۱۲۰ زره‌یې امنیتي ځواکونو ته، ۱۰ زره‌یې دولتي چارواکو ته او پاتې نور یې خبریالانو ته ځانکړي شوي.

د هند له لوري د کرونا ویروس ضد ۵۰۰ دوزه مرسته شوی واکسین

دا وزارت ټینګار کوي چې په دې پروسه کې به چا ته د فساد اجازه ورنه‌کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه نفوس ته به واکسین واخیستل شي او په دوهم پړاو کې به ورته تطبیق شي.