محمد حنیف اتمر مسکو کې له روسي چارواکو سره پر افغان سولې غږېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په مسکو کې د روسیې له عالي رتبه چارواکو سره د افغانستان پر سوله او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

محمد حنیف اتمر د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) په درې ورځني سفر روسیې ته لاړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل: "د دې سفر موخه د افغانستان د سولې په هکله د دوه-اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو پراختیا ده."

دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کبلوف د سولې لپاره په افغانستان کې د یوه انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې پر وړاندې تُند غبرګون ښکاره کړ او دا وړاندیز یې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې وباله.