امریکايي سناتور جک رید افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور د تمدید اټکل کړی

ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتیري

د امریکا متحدو ایالاتونو د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې مشر وايي، دی په افغانستان کې تر مې میاشتې وروسته هم د امریکايي پوځیانو د حضور د تمدید اټکل کوي.

سناتور جک رید (Sen. Jack Reed) پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) خبریالانو ته وویل: "اټکل کوم چې په لنډ مهال کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور یو څه تمدید شي."

د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري پر ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، په پام کې وه ټول نړیوال ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې د طالبانو له خوا د ځینو ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه ووځي.

د امریکا متحدو ایالاتونو د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې مشر سناتور جک رید

د امریکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې طالبانو د دوحې د موافقې پر اساس خپلې ژمنې نه دي پرځای کړي.

په دې اړه نور: وحدتیار: د طالبانو او امریکا موافقه په خطر کې ده

د تاوتریخوالي کمول، د القاعده په ګډون له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول او ځینې نور موارد هغه څه دي چې طالبان یې په نه مراعاتولو تورن شوي دي.

اوس د جو بایډن اداره د امریکا او طالبانو د موافقې بیا کتنه کوي، څو معلومه کړي چې طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره د بامفهومه خبرو پر ژمنو عمل کړی او که نه؟

بل خوا د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل کابینې پرون چهارشنبه نوې مسوده تصویب کړه چې جرمني پوځیانو ته لار هواروي د ۲۰۲۲میلادي کال د جنورۍ تر ۳۱مې په افغانستان کې پاتې وي.

جرمني دناټو په چوکاټ کې له امریکا وروسته زیات سرتیري لري

جرمني د ناټو په چوکاټ کې د امریکا تر متحدو ایالاتونو وروسته زیات پوځیان لري.

دا مهال په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ناټو ۱۰،۰۰۰ پوځيان دېره دي چې په دې شمېر کې نږدې ۱۱۰۰ یې د جرمني دي.

تردې مخکې د چک جمهوریت چارواکو تېره سې شنبه ویلي وو، په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل د امریکا او د ناټو د غړو هېوادونو د وروستيو احتمالي پرېکړو په اړه محتاطانه عکس العمل وښود.

نوموړي وویل: "دا چې امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه افغانستان ته د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره یوځای راغلي دي، طبعاً هره پرېکړه به په ګډه کوي. دا چې د امریکا نوې اداره د دوحې پر موافقه بیاکتنه کوي، نو د ناټو غړي هېوادونه هم په خپلو منځو کې د افغانستان د سولې له پروسې، امنیتي او دفاعي ځواکونو پر خپل ملاتړ او بامسوولیته وتلو باندې ټینګار کوي. له بده مرغه د طالبانو غلطه محاسبه د دې سبب شوه چې د سولې په خبرو کې ځنډ او خنډ راشي."

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل

ښاغلی میاخېل وايي، طالبانو د جګړې له کبله امتیاز نه دی اخیستی، بلکې د سولې د خبرو له کبله یې یو هویت پیدا کړ او په کار ده، د سولې پر خبرو ډېر تمرکز وکړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی چې دا له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تر ټولو ټیټ شمېر دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره پنجشنبه د ناټو د دفاع د وزیرانو تر انلاین غونډې وروسته وویل، له افغانستانه د ناټو ځواکونو پر وتلو موافقه ونه وشوه.

ده وویل، ناټو تړون به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.