د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: کرملېن دې ناوالنۍ بې‌قید او شرطه خوشې کړي

د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د ژر تر ژره او بې‌قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

انتوني بلېنکن نن (چهارشنبه) په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا انلاین غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې وویل: "موږ یو ځل بیا د روسیې له دولته پر خپلې غوښتنې ټینګار کوو، دوی دې الکسي ناوالنۍ او دغه‌راز د روسیې سلګونه نور اوسېدونکي چې له خپلو حقونو نه د ګټې اخیستنې په خاطر په ناحقه نیول شوي، ژر او له قید او شرط پرته خوشې کړي."

الکسي ناوالنۍ چې تېره میاشت له جرمني مسکو ته د ستنېدو پر مهال نیول شوی، تورن دی چې جرمني کې یې د مشروطې ازادۍ اصول نقض کړي دي.

پر ده دغه راز تور دی چې د دویمې نړیوالې جګړې یوه سرتیري پسې یې تهمت کړی دی.

ښاغلي ناولنی ویلي، پر ده لګول شوي تورونه سیاسي انګیزه لري.