د غزني چارواکي: نامعلومو وسله‌والو د موبایلونو یو معلول انجنیر وواژه

چارواکي وايي، په غزني کې د موبایلونو یو انجنیر نامعلومو وسله‌والو په دې خاطر وژلی چې د سرتېرو موبایلونه‌یې جوړول.

د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د چهارشنبې (د کب ۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، شکرالله نن سهار د خپل کور ترڅنګ وژل شوی دی.

ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "د غزني ولایت مرکز اړوند د خشکو په سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو یو انجنیر چې د غزني ښار په بزازي سیمه کې یې د موبایلونو دکان درلود، له دې امله په شهادت رسولی چې ګواکې ده د دولتي کسانو او امنیتي ځواکونو موبایلونه جوړول."

شکرالله په کوچنیوالي کې ګوزڼ وهلی وو چې دا وخت په پښو معلول وو.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د هدفي وژنو لړۍ له تېرو ۱۲ کالو څخه روانه ده.