چارواکي: طالبانو د مرکزي بغلان د روغتون مسوول وژلی

وسله وال طالبان، عکس تئزیني بڼه لري

افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پرون سې شنبه (د کب ۵مه) مازیګر د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د نرمګوی وژل کېدل تایید کړي.

هغه ویلي، د تحصیلي کړیو د وژنې دوام دا قشر له منځه نه وړي بلکې د ده په خبره زرګونه نور ډاکټران، انجینران، خبریالان او دیني عالمان ژوند او کار ته ولاړ دي.

هاخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی په وژنې خواشیني ښودلې.

هغې په خپل ټوېټر لیکلي، د هدفي وژنو په لړ کې چې ټول افغانستان کې زیاتې شوي ګڼ ملکیان، فعالان او په کارپوه خلک له منځه وړل کیږي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.