د بهرنیو چارو افغان وزیر د یو شمېر مسایلو لپاره مسکو ته ځي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن چهارشنبه (د کب ۶مه) د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ترلاسه کولو په ګډون د یو شمېر نورو مسایلو په خاطر مسکو ته ولاړ شي.

محمد حنیف اتمر به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمر کبلوف د سولې لپاره په افغانستان کې د یوه انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ،

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې پر وړاندې تُند غبرګون ښکاره کړ او دا وړاندیز یې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې وباله.