دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د ګروپونو له لوري مخته وړل کېږي

ارشیف، قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د ګروپونو له لوري مخته وړل کېږي.

د طالبانو د فرهنګي چارو د کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د اجنډا د موضوعاتو لپاره، د اجنډا د موضوعاتو د ترتیب لپاره ګروپونو ته وظیفه وسپارل شوه چې هغوی خپلو ناستو ته دوام ورکړي."

د طالبانو او افغان دولت د پلاوو تر منځ دا خبرې تر شپږ اوونیو ځنډ وروسته د دوشنبې په ماښام بیا پيل شوې.