فارین پالېسي: بایډن 'افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره څه وکړي؟' پوښتنې سره مخ دی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • انډېپنډنټ

انډېپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته پام اړولی او لیکي، له کله چې د سولې بین‌الافغاني خبرې په تېره سپټمبر میاشت کې پیل شوې، په دې هېواد کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله لا زیاته شوې ده.

د انډېپنډنټ په لیکنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په دغه راپور کې چې په افغانستان کې د تېر۲۰۲۰ کال په جګړو کې یې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې خپرې کړي، ویلي چې که څه هم په ټوله کې په دې کال کې د وړم ۲۰۱۹ کال په نسبت د ملکي تلفاتو شمېر کم و، خو په وروستي فصل کې یې د سولې د بین‌الافغاني خبرو له پیلېدو سره د ملکي تلفاتو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

انډېپنډنټ وړاندې لیکي، وروسته له هغې چې د تېر کال د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پیل شوي، د همدې کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمېر د مخکېني ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۴۵ زیات شوی دی.

ملکیانو ته تر ټولو ډېر تلفات په نومبر میاشت کې اوښتي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، کېدای شوای چې ۲۰۲۰ کال د افغانستان لپاره د سولې کال وی، خو پر ځای یې جګړو بیا هم د په زرګونه کسانو ژوند واخیست.

د انډېپنډنټ په لیکنه د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د ۲۰۲۰ کال د ملکي تلفاتو د په سلو کې د ۶۲ مسؤل د دولت مخالفې وسله‌والې ډلې بلل شوي چې طالبان‌یې د ۴۵ سلنې، د اسلامي دولت ډله یا داعش‌یې د ۸ سلنې او د دولت ضد نور عناصر یې د ۹ سلنې مسؤل بلل شوي دي.

دغه‌راز د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه یوازې د یوې سلنې یعنې د ۱۲۰ ملکیانو د مرګ‌ژوبلې مسؤل بلل شوي دي.

انډېپنډنټ لیکي، له یوه کال راهیسې هېڅ امریکایي سرتېری د افغانستان په جګړه کې نه‌دی وژل شوی. وروستی ځل چې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي وو، هغه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ اتمه یعنې له طالبانو سره د امریکا د تړون تر لاسلیک دوه اوونۍ مخکې وه.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون له مخې طالبانو په تېر نږدې یوه کال کې پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو له حملو ډډه کړې ده.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ته کتنه کړې او لیکي، جو بایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې له دې پوښتنې سره چې په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره څه وکړي، مخامخ دی.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې له طالبانو سره په کړي تړون کې دا منلې چې تر مې میاشتې پورې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي اوس به بايډن پرېکړه کوي چې دغه ژمنه پوره کړي او ټول ځواکونه تر هغې نېټې له دې هېواده وباسي او که‌یې د یو څه نورې مودې لپاره هلته پرېږدي.

د فارین پالېسي په لیکنه په دې برخه کې ښایي د هغه راپور موندنې له بایډن سره په پرېکړه کې مرسته وکړي چې د امریکا د کانګرس له‌خوا ګومارل شوې، د افغانستان د مطالعاتو ډلې په دې وروستیو کې ترسره کړې ده.

په دې راپور کې د هغه ادارې ته سپارښتنه شوې چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه چې د مې لومړۍ ده، وغځوي او په دې هېواد کې د امریکا پوځي حضور او ورسره اقتصادي مرستو ته تر هغو دوام ورکړي چې د امریکا هدفونه ترلاسه شوي نه‌وي.