یوناما: افغانستان د ملکیانو لپاره د نړۍ پرمخ یو تر ټولو خونړی هېواد دی

یوناما وايي هدفي وژنې او د مقناطیسي بمونو چاودنې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې زیاتې شوي

یو ځل بیا د اووم کال لپاره په افغانستان کې د جګړې له کبله، د وژل شوېو ملکیانو شمېر په یوه کال کې له ۳زرو اوړي چې دا هېواد په نړۍ کې د خونړیو هغو په ډله کې راولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپل تازه راپور کې چې نن د سې‌شنبې (د کب ۵مه) په ورځ خپور شو لیکلي، که څه هم په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله د ۲۰۱۹ میلادي کال پرتله یو څه را کمه شوې، خو بیا هم د مرګ ژوبلې شمېر پورته دی.

د دې راپور پر بنسټ، هدفي وژنې او د مقناطیسي بمونو چاودنې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې زیاتې شوي او د دې بریدونو موخه هم، د محاکمو کار کوونکي، رسنیز کار کوونکي، مدني فعالان او مذهبي لږکي دي.

یوناما وايي په وروستیو ۳ میاشتو کې د تاوتریخوالي دا کچه ډېره پورته شوه.

د یوناما له‌خوا د خپرو شوېو شمېرو له مخې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله کمه وه، خو په وروستیو ۳ میاشتو کې دا کچه ډېره پورته شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د دې مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه مسوولیت پر طالبانو، ۸ سلنه پر داعش او ۲۲ سلنه پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اچولی دی.

د دې راپور پر بنسټ، د ۶۲ سلنه ملکیانو د مرګ ژوبلې مسوولان د حکومت مخالف وسله‌وال دي.

هاخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو هرکلی کړی، خو وایي د شمېرو په برخه کې باید ډېر دقت وشي.

د دغې شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په حقیقت کې د طالبانو مسؤلیت تر دې ډېر دی چې د یوناما په راپور کې دوی ته راجع شوی دی.

همداراز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارین د دې ټولو وژنو مسوولان طالبان بولي.

په دې اړه نور: یوناما: ښکېل لوري دې د نورو زیانونو مخنیوي ته چټک اقدامات وکړي

ښاغلي ارین ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي چې ملکیانو ته زیان و نه رسېږي: "خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان امنیتي او دفاعي قوتونه د ټولو اصولو، معیارونو او زده‌کړو په پام کې نیولو سره جګړه کوي. د امنیتي او دفاعي سکټور ټینګار پر دې دی چې په خپلو عملیاتو کې د جګړې قوانین په پام کې ونیسي."

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارین د دې ټولو وژنو مسوولان طالبان بولي.

خو طالبان بیا د ملګرو ملتونو دا راپور یو اړخیز بولي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته، په خپله ټویټرپاڼه دا معلومات رد کړي دي او زیاتوي، په دې راپور کې د دوی معلوماتو ته پام نه دی شوی او د دولتي ځواکونو او استخباراتو د معلوماتو پر بنسټ، چمتو شوی دی.

له دې وړاندې هم افغانستان کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېلو بنسټونو اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله داسې مهال روانه ده چې په قطر کې د سولې خبرو له پیل وروسته، ډېرې هیلې پر دې را څرخېدي چې ګوندې دا خبرې به په افغانستان کې د روانې اوږدې جګړې ټغر ور ټول کړي.

خو لا هم ورځ تر بلې په دغه هېواد کې جګړه پراخېږي چې تر ډېره یې قربانیان ملکیان دي.