لغمان کې د پلاستيکي لوښو د تولید لومړنۍ فابریکه فعاله شوه

ارشیف،افغانستان کې د پلاستیکي لوښو یوه فابریکه

په لغمان ولایت کې د پلاستيکي لوښو د تولید لومړنۍ فابریکې نن د یو میلیون افغانیو په پانګونې سره خپل فعالیت پیل کړ.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د کب ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، دا کارخونه چې په معیاري ماشین الاتو سمبال ده، د لغمان ولایت د مهترلام بابا ښار په ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې د پلاستيکي لوښو بېلابېل ډولونه جوړوي.

نوموړي وویل چې دغې فابریکې، د یاد ولایت سلګونو اوسیدونکو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.

دغه کارخونه په ۲۴ ساعته کې له ۵۰ کیلوګرامه اومه موادو څخه د ۱۲ زرو څخه زیات بېلابېل پلاستیکي توکي تولیدوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، یاده کارخونه خپل تولیدات ننګرهار،کندهار او هلمند ولایاتو ته هم لېږي.