کاناډا اویغوریانو سره د چین چلند نسل وژنه بللې

د چین ایغوریان

د کاناډا پارلمان له اویغور مسلمان اقلیت سره د چین د حکومت چلند جینوسایډ یا د یوه نسل ګڼه وژنه بللې ده.

په دې اړه د کاناډا د پارلمان له رای اخېستو، څو ساعته مخکې پېنکېنګ ادعا وکړه چې په شینجن ایالت کې له اویغور اقلیت سره د چین د حکومت چلند په دې هېواد کې د بشري حقونو د پرمختګ یوه ځلانده نښه ده.

خو د کاناډا پارلمان په خپل پرېکړه لیک کې چې پرون د رایو په اکثریت تصویب شو، ویلي دي چې اویغوران له نسل وژنې سره مخامخ دي.

د چین او کاناډا اړیکي په وروستیو څو کلونو کې ترینګلي وو او اټکل کېږي چې ښايي د کاناډا د پارلمان دا اعلان د چین غوسه لازیاته کړي.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټرودو تېره اوونۍ وویل، په شینجېن کې له بشري حقونو د سرغړونو د پام وړ راپورونه ترلاسه شوي، د بشري حقونو نړیوالې ډلې وايي چې په چین کې شاوخوا یو میلیون اویغوران او نور مسلمانان په جبري کمپونو کې اچول شوي دي.

چین دا انتقادونه رد کړي دي او وايي چې د شینجین مسایل د چین کورني مسایل دي او دا کمپونه د افراطيت پرضد د مبارزې لپاره جوړ شوي چې د ځوانان له افراطیته ژغوري.