ایران د اټمي تأسیساتو په اړه د یوې موافقې عملي کول پای ته ورسول

ارشیف

د ایران دولتي ټلوېزیون تایید کړې ده چې تهران پرون د هغې موافقې عملي کول پای ته ورسول چې د دې هېواد د اټمي تاسیساتو ناڅاپي پلټنو ته اجازه ورکوي.

له دې سره دا وېره پیدا شوې چې ښايي د نړۍ له شپږو پیاړو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې د ایران واټن لا زیات شي.

ایران دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې ایراني چارواکو په خورا زیاته کچه د یورانیمو د غني کولو د احتمال یادونه وکړه.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و، که تهران پر خپلو ژمنو ودریږي نو واشنګټن هم لېوال دی چې د ایران اټمي تړون ته ورستون شي.

بلېنکن د ملګرو ملتونو له خوا د بې وسلې کولو یوه کنفرانس ته چې په جنیوا کې جوړ شوی و په یوه ثبت کړي بیان کې دا خبرې وکړې.

هغه وویل، له ملګرو او متحدینو سره په ګډه کار د تړون تمدید او غښتلتیا غواړي.

نوموړي بیا دا ټینګار هم وکړ چې واشنګټن به په سیمه کې د ایران بې ثباته کوونکو اقداماتو او بالسټیک میزائیلو پروګرام ته ګوتې نیسي.

هاخوا د ایران رهبر علي خامنه اي ټینګار کړی چې تهران به د یورانیمو له بډاینې نه په شا کېږي: "زموږ د بډاینې اندازه هم شل فیصده نه ده. که لازمه وي، د اټمي او نورو چارو د مخته وړلو لپاره به د غني سازۍ کچه ۶۰ سلنې ته ورسوو."

خامنه اي داسې وخت دا ګواښوونکی پیغام ورکړی چې امریکا او له ایران سره د اټمي تړون نورو لاسلیکوونکو هېوادونو د ایران له خوا د فلزي یورانیمو په تولید او د یورانیمو په شل فیصدي بډاینې اندېښنه ښودلې.