د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پر روسیې نوي بندیزونه تصویبوي

ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغونه

تمه ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به نن پر روسیې نوي بندیزونه تصویب کړي.

دغه بندیزونه پر روسیې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو او د هغه د پلونانو د ځپنې په تړاو لګول کېږي.

دغه وزیران به د بروکسل په غونډه کې مشخص اهداف په نښه کړي، پر یو شمېر روسانو او ادارو به د ویزې بندیز ولګوي او شتمني به‌یې کنګل کړي.

الکسي ناوالنۍ تورن شوی و چې جرمني ته د درملنې لپاره په تګ سره‌یې له مخکېني تعلیقي بند څخه سرغړونه کړې وه.

نوموړی تېره میاشت له جرمني بېرته هېواد ته له ستنېدو سره سم ونیول شو. هغه پر ځان لګول شوي تورونه سیاسي انګېزه بللې ده.