یوناما په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور خپروي

یوناما

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور به سبا خپور کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د تېر۲۰۲۰ کال د راپور یو مهم هدف دا دی چې ښکېلو مسؤلو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي ترڅو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي اقدامات وکړي.

دیبرا لاینز پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه‌سپموي.

یوناما له دې مخکې ویلي و چې په دې هېواد کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی. په دې راپور کې د ملکي تلفاتو د کموالي عمده لامل په انتحاري او هوايي حملو او همداراز ځمکنیو جګړو کې کموالی په ګوته شوی.