د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه تصویب کړه

Afghanistan- lower house/The House of Representatives of the People/Wolesi Jirga of Afghanistan 1/22/2020 د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه/ولسی جرگه شورای ملی افغانستان

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بالاخره نن تصویب کړه.

د دې جرګې مشر میر رحمن رحماني وویل چې حکومت د مأمورینو او ښوونکو د تنخواوو د زیاتولو لپاره د دې جرګې مشروع غوښتنې د بودجې په اصلاح شوې مسوده کې په پام کې نیولې دي.

تر دې مخکې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه دوه ځلې رد کړې وه.

د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې ټولټال ۴۳۷ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي چې ۳۱۱ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه ده.