انتونیو ګوترش په میانمار کې د معترضانو په وړاندې خونړی تاوتریخوالی وغانده

میانمار کې د پولیسو له لوري د معترضانو د نیولو لړۍ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په میانمار یا پخوانۍ برما کې د معترضانو په وړاندې خونړی تاوتریخوالی وغانده.

له هغې وروسته چې نږدې درې اوونۍ مخکې د دې هېواد پوځ کودتا وکړه او د چارو واګې یې په لاس کې واخیستې، درې ورځې مخکې د فبرورۍ په ۱۹مه یوه ځوانه ښځه ووژل شوه چې هغه د دغو اعتراضونو لومړنۍ قرباني وه.

د هغې وژنه د ډیموکراسۍ پلوي غورځنګ پر یوه سمبول بدله شوې او تېره شپه‌یې هم معترضانو په لویو ښارونو کې په یاد شمعې بلې کړې او د دعا مراسم ترسره کړل. له هغې وروسته د فبرورۍ په ۲۰مه د برما په دوهم لوی ښار مندالي کې دوه تنه نور معترضان ووژل شول چې د امریکا متحده ایالاتو او اورپایي ټولنې یې په وړاندې غبرګون وښود او د معترضانو خونړۍ ځپنه‌یې وغندله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم پرون په یوه بیان کې وویل چې د سوله‌ییزو معترضانو په وړاندې له ګرمو وسلو کار اخیستل، د هغوی بېرول او ځورول د منلو نه‌دي.

د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پوځ کودتا وکړه او د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي یې په کور کې نظربند کړه.