جاپان د افغانستان په ختیځ کې د ماین پاکۍ یوه پروژه پلې کوي

ارشیف، افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر

د جاپان سفارت د افغانستان په ختیځ کې د نږدې پنځه لکه او ۱۰ زره ډالرو په لګښت د ماین پاکۍ یوه پروژه پلې کوي.

په کابل کې د جاپان سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د ماین پاکۍ د دې پروژې تړون نن له یوې مؤسسې سره لاسلیک شو.

د جاپان سفیر اوکاډا تاکاشي په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کله د ماین پاکۍ پروژه بشپړه شي، ځایي خلک به خوندي ژوند وکړي او د سیمې اوسني او راتلونکي نسل ته به امنیت او شتمني ور په برخه کړي.

د سفارت د اعلامیې له مخې د ماین پاکۍ دا پروژه د جاپان د انسانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د بنسټيزو پروژو په چوکاټ کې شامله ده چې مستقیماً د جاپان سفارت‌یې څارنه کوي.

دا لګښتونه په هغو څه باندې ۱۲۲ ملیونو ډالرو مرسته کې راځي چې د جاپان سفارت‌یې تېره میاشت اعلان کړی و.