صالح: له کوټې د طالبانو شورا ایستلو او یوه خاصه محکمه کې محاکمې ته اړتیا ده

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح ویلي له کوټې د طالبانو د شورا د ایستلو او په یوه خاصه محکمه کې د هغوی محاکمې ته اړتیا ده.

صالح دا خبره نن ټويټ کړې ده.

افغان مرستیال ولسمشر دا ټویټ په اصل کې له امریکا د نازي رژيم د یوه ۹۵ کلن عسکر د ایستلو د خبر په اړه په تبصره کې کړی.

تېره ورځ د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړه چې له تینیسي ایالت‌یې د فریدریک کارل بېرګر په نوم یو ۹۵ کلن سړی په دې خاطر جرمني ته ډيپورټ کړ چې هغه د نازي رژيم د یوه کمپ ګارډ و او د دغه رژیم په کړنو کې ښکېل و.

افغان مرستیال ولسمشر په خپله دې تبصره کې زیاته کړې چې وخت هر څه وژني، خو په عدالت‌یې زور نه‌رسېږي.