د اټمي انرژۍ ادارې د ایران دوو سایټونو کې د یورانیمو د ذراتو نښې موندلي

ارشیف، تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي رئيس رافایل ګروسي لیدنه

ایران ته د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي رئيس له سفر سره هم‌مهاله خبرې سرچینې وايي چې دې ادارې د ایران په دوو مشکوکو سایټونو کې د یورانیمو د ذراتو نښې موندلې دي.

روېټرز خبري اژانس وايي، د اټمي انرژۍ نړیواله اداره غواړي چې ایراني چارواکي په دې اړه وضاحت ورکړي.

دې خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په قول ویلي چې د اټمي انرژۍ پلټونکي د یورانیمو د ذرو نښې په هغو ځایونو کې موندلي چې ښايي له کابو ۲۰ کلونو راهیسې غیر فعاله وو.