د اشرف غني او سټولټنبرګ خبرې: ناټو د افغان سولې د بریالي کېدو هڅه کوي

له جمهور رئیس غني سره د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټیلیفوني خبرې

د ناټو عمومي منشي وایي، د دغې ټلوالې غړي هېوادونه د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کړي.

ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې.

د جمهور رئیس غني مرستیال ویاند دوا خان مينه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې سټولټنبرګ ښاغلي غني ته د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې معلومات ورکړل.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "په دې ټیليفوني مکالمه کې، دواړو لورو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې."

ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې چې په‌کې راغلي، د افغانستان په اړه به د ناټو پرېکړې مشروطې او له امریکا سره په همغږۍ کې وي.

د ناټو عمومي منشي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مشورې روانې دي، خو لا کومه پرېکړه نه‌ده شوې.