امریکا: د تهران د فشارونو پر وړاندې د هېڅ راز اقداماتو پلان نه شته

سپينه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وايي، چې متحدایالات د ایران اټومي موافقې ته له ستنېدو مخکې د تهران د فشارونو پر وړاندې د هېڅ راز اضافي اقداماتو پلان نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون وویل، چې له ایران سره د ډیپلوماتیکو خبرو په درشل کې د دې هېواد پر وړاندې د اضافي اقداماتو پلان نه شته.

مېرمن ساکي یادونه وکړه، چې له شپږو لویو قدرتونو- امریکا، برتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د ایران د خبرو نظریه اروپايي ټولنې مطرح کړې.

د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل، اروپايي ټولنه د دې معاملې د ټولو ښکېلو خواوو ترمنځ د یوې غیررسمي غونډې پر تنظیمولو کار کوي.