امنیتي چارواکي: طالبان لا هم له ترهګرو يزو ډلو سره پياوړې اړیکې لري

په ارزګان کې طالب جنګیالي.

د افغانستان لومړی درجه امنیتي چارواکي وايي، طالبان لا هم له نورو ترهګرو ډلو سره قوي اړیکې لري.

د افغانستان لومړۍ درجه امنيتي چارواکو نن شنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د تېرې یوې اونۍ امنیتي پرمختګونه او ستونزې له رسنیو سره شریکي کړې.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وويل، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کې ویلي و چې نور ترهګریز ډلو سره اړیکې پرې کوي خو په خبره يې دوی لاهم د دې ډلو لپاره د فعالیت قوي بستر برابر کړی دی هغه خبره چې طالبانو تل رد کړې او ويلي، چې امريکا سره شوې هوکړې ته ژمن دي او له ترهګرو ډلو سره يې خپل اړيکي پرې کړي دي.

ښاغلي محب وويل: "لس زره بهرني جنګیالي په افغانستان کې جنګ کوي، د دې ټولو لپاره بستر طالبانو جوړ کړی، موږ یو ځل بیا په طالب جنګیالانو چې افغانان دي غږ کوو چې د خپلو خرڅ شویو بادارانو لپاره په افغانستان کې افغانان مه وژنئ."

حمدالله محب

ښاغلی محب وايي، طالبان د سولې لپاره اراده نه لري او د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ویني.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج بیا وايي، دامهال شاوخوا ۲۰ ترهګریزې ډلې د طالبانو سره په همغږۍ په افغانستان کې فعالیت لري.

سراج وويل: "په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۲۰ ترهګریزې ډلې فعالیت لري چې د دوي قوي اړیکې له طالبانو سره شته او د فعالیت ساحه یې هم د طالبانو د نفوذ لاندې سیمو کې ده. دغه ډلې په هغه ځایونو کې فعالیت کوي چې د طالبانو وي، د طالبانو پرته دوی فعالیت نشي کولای."

احمد ضیا سراج

ښاغلي سراج وايي، د دې چارې د کابو کېدو لپاره تېره اونۍ په افغانستان کې د سیمې هېوادونو د استخباراتو د رییسانو يوه فوق العاده غونډه هم جوړه شوې وه.

نوموړي وايي، په دې غونډه کې د سیمې له هېوادونو غوښتنه وشوه چې په دې برخه کې په ګډه مبارزه وکړي.

په دغه ناسته کې د هېواد د امنیتي بنسټونو مسوولینو په راتلونکي پسرلي کې د سختې جګړې د وړاندوینې په اړه وویل، افغان امنیتي ځواکونه د سولې خبرو ته لومړي توب ورکوي خو که بیا هم جګړې کیږي د جګړې لپاره پوره چمتوالی هم نیول شوی.

په راتلونکي پسرلي کې د جګړې په اړه اندېښنې په داسې حال مطرح کېږي، چې طالبانو په دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلتوي سره خبرې پڅې کړي او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې ویلي و، چې که امریکا له طالبانو سره کړې هوکړې ته ژمنه پاتې نه شي هر څه چې پېښېږي مسئولیت به يې د هغه طرف په غاړه وي وي چې د دې پروسې په ټپه درېدو هڅه یې کوله.