د کرکټ ولایتي سیالۍ؛ زابل-فراه ته او هلمند-بغلان ته ماتې ورکړه

ارشیف

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د ګرېډ ټو (دوهمه درجه) ولایتي سیالۍ پيل شوي چې د همدغو سیالیو په لړ کې نن شنبه (د کب ۲مه) زابل فراه ته او هلمند بیا بغلان ته ماتې ورکړه.

د زابل او فراه لوبډلو ترمنځ لوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې زابل د ۱۳۷ منډو په توپير فراه ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې زابل لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو ستر هدف فراه لوبډلې ته ورکړ.

فراه لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې یوازې ۱۲۹منډې وکړې او د ۱۳۷ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د یادونې وړ ده چې د همدغو سیالیو په بله لوبه کې چې په خوست ولایت کې ترسره شوه، هلمند د بغلان لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دا سیالۍ چې وړمه ورځ د فبرورۍ په اتلسمه نېټه پيل شوي په کې ننګرهار په خپل ګروپ کې له فراه، پکتیا او زابل ولایتونو سره لوبې کوي او لغمان به بیا په خپل ګروپ کې له کابل، هرات او بلخ ولایتو سره لوبې کوي.