د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د حبس موده راکمه شوه

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ

په روسیه کې د استېناف یوې محکمې نن شنبه (د کب ۲مه) د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د حبس موده راکمه کړه.

ناوالنۍ د لومړنۍ محکمې د هغه حکم پر وړاندې چې دی یې د اختلاس په یوه قضیه کې په درې نیم کاله حبس محکوم کړی و، د استېناف غوښتنه کړې وه.

د مسکو د بابوشکینسکي ولسوالۍ استېناف محکمې د نوموړي د حبس موده دې ته په پام سره چې یو څه وخت یې په زندان کې هم تېر کړی دی، دوو کلونو او اتو میاشتو ته راکمه کړه.

پر ناوالنۍ دا تور هم و چې جرمني کې د درملنې پر مهال له زندانه د مشروطې ازادۍ شرایط یې تر پښو لاندې کړي او همدا راز تورن د دوهمې نړیوالې جګړې یوه ګډونوال سرتېري ته یې سپکاوی کړی دی.

ناوالنۍ تیره میاشت له جرمني څخه روسیې ته د راستنېدو پرمهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو.

دی وایي چې پر ده لګیدلي تورونه سیاسي انګیزه لري.