چارواکي: بلوچستان کې ۵ پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي

په کوټه کې پاکستاني سرتیري

چارواکي د پاکستان په بلوچستان کې د لږ تر لږه پنځه پاکستاني ملېشه سرتېرو د وژلو خبر ورکوي.

یوه امنیتي مسوول پرته له دې چې خپل نوم واخلي، د پنجشنبې په ماښام وویل چې یو ملېشه په مرکز کوټه کې د چاودنې پر مهال ووژل شو او یو ټپي شو.

تردې مخکې د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د کاهان په سیمه کې د وسله والو په برید کې د ملېشه وو څلور سرتیرې ووژل شول.

کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي بلوچان له دوه زره څلورم کال راهیسې د حکومت پرضد بریدونه پيل کړي دي.