د ناوالنۍ د استېناف غوښتنې لپاره مسکو کې د محکمې غونډه جوړېږي

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د استېناف غوښتنې لپاره به نن شنبه (د کب ۲مه) د محکمې غونډه په مسکو کې جوړه شي.

ناوالنۍ تورن دی چې په جرمني کې یې د درملنې پر مهال له زندانه د مشروطې ازادۍ شرایط تر پښو لاندې کړې دي.

پر ده دا تور هم دی چې د نړیوالې دوهمې جګړې پر یوه سرتیري یې تور پورې کړی دی.

ناوالنۍ تیره میاشت هغه وخت په مسکو کې ونیول شو چې له جرمني خپل هېواد ته ستون شو.

دی وایي چې پر ده لګیدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.