انتوني بلېنکن طالبانو سره د شوي تړون پر بیا کتنې ټینګار وکړ

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو  وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر بیا کتنه ټینګار وکړ.

ښاغلي بلېنکن پرون بي بي سي ته په دې اړه وویل: "موږ دې ته اړتیا لرو چې د متحد ایالتونو او طالبانو ترمنځ موافقې په دقت بیا وارزوو او څه چې مو له افغان حکومت سره کړي دي. خو په دې پوهېږو او لومړنۍ ارزونې مو دا دي چې موږ او نورو ته دا ډېره مهمه ده چې پر بېلابېلو اړخونو فشار راولو، څو هغه ژمنې عملي کړي چې کړې یې دي. د طالبانو په برخه کې، دوی ښکاره ژمنې کړي دي چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکي قطع کوي او په هېڅ ډول به د هغوی ملاتړ نه کوي."

ټاکل شوې ده چې ټول امریکایي پوځیان د مې تر لومړۍ پورې له افغانستانه ووځي په دې شرط چې طالبان د تېر کال د فبروري د نهه ویشتمې نیټې ژمنې پرځای کړي.