د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن: طالبان دې تاوتریخوالی سمدستي کم کړي

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن

د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه.

لوېډ اسټن په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې جمعه (د کب ۱مه) وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې پرمختګ او د امریکا د پوځي ښکېلتیا پای ته رسول د طالبانو د بریدونو په کموالي تړلې ده.

لوېډ اسټن وايي، په افغان سوله کې پرمختګ د طالبانو د بریدونو په کموالي تړلې ده

ښاغلي اسټن زیاته کړه: "تاوتریخوالی ډېر زیات دی او د افغانانو په مشرۍ خبرو کې ډېر پرمختګ ته اړتیا ده. ځکه هم زه ټولې خواوې دې ته هڅوم چې د سولې لار غوره کړی. تاوتریخوالی باید راکم شي."

امریکا باید له طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروي تړون پر اساس د مې تر لومړۍ خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.

ښاغلي اسټن وویل، دې نېټې ته یې پام دی خو د امریکا اداره په افغانستان کې خپل راتلونکي ګامونه په سیسټماټیک او قصدي توګه ارزوي.