د افغانستان د څېړنې اداره: نشه یي توکو سره د مبارزې مسئولې ادارې همغږي نه لري

آرشیف، په لوګر ولایت کې د پولیسو له لوري نشه يي توکي نیول شوي

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له نشه یي موادو سره د مبارزې برخه کې د تېرو شلو کلونو پالیسۍ او پروګرامونه ارزولي.

دا اداره وايي چې د افغان دولت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډ هدف نشتوالي له نشه یي موادو سره مبارزه ناکامه کړې ده.

د دې ادارې په تازه تحلیلي راپور کې راغلي چې افغانستان کې له نشه یي موادو سره د مبارزې پالیسیو کې هدف مشخص نه دی او مسوولو ادارو له همغږۍ پرته فعالیتونه کړي دي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیسې اورځلا نعمت ازادي راډیو ته وویل، د دوی څېړنه ښیي چې د افغان دولت حقوقي او پالیسي څانګې ګډ کار او همغږۍ ته اړتیا لري.

نوموړې وايي: "زموږ د تحلیل پر بنسټ، له بده مرغه چې د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د امنیتي، زراعتي او روغتیایي سکټورونو ټول تمرکز پر خپلو کارونو دی، پرته له دې چې له نشه یي موادو سره د مبارزې برخه کې همغږي ولري. زموږ د راپور هدف دا دی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د پالیسۍ په کچه همغږي رامنځته شي."

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغان دولت پېچلي اداري جوړښت او د مرسته کوونکو هېوادونو ستراتېژیکې او متضادې ګټې د دې لامل شوي چې افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزه ناکامه شي.

ارشیف، په جوزجان ولایت کې د نشه يي توکو قاچاقبران نیول شوي

د دې ادارې تحلیل دا هم ښيي چې د افغان دولت ادارې لا هم نه دي توانېدلې چې له نشه یي موادو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ګټې وساتي، خو د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې په پالیسیو کې د همغږۍ نشتوالی نه مني.

د دې وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وایي، له دوو کلونو راهیسې کله چې له نشه یي موادو سره د مبارزی مسوولیت د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی، د مسوولو ادارو ترمنځ همغږي رامنځته شوې ده.

ښاغلي اورتاق زیاته کړه: "له نشه یي موادو سره د مبارزې وزارت په موجودیت کې همغږي کمزورې وه، خو کله چې دا وزارت د کورنیو چارو له وزارت سره یوځای شو، نو همغږي پیاوړې شوه. اوس د معتادینو درملنه د عامې روغتیا وزارت او د بدیلو کښتونو مسوولیت د زراعت وزارت ته سپارل شوی دی. د دې ادارو ترمنځ د همغږۍ مسوولیت د کورنیو چارو وزارت پر غاړه ده. دوه کاله کېږي چې همغږي ټینګه شوې او د کورنیو چارو وزارت په مشري له نشه یي موادو سره مبارزه ګړندۍ شوې ده."

له نشه یي موادو سره د مبارزې په پالیسۍ کې د همغږۍ د نشتوالې اندېښنې په داسې حال کې را پورته کېږي چې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې نوې پالیسۍ بشپړه کړې چې د دې وزارت د چارواکو په خبره، د پالیسۍ په دې طرحه کې د ټولو اړوندو ۲۵ دولتي ادارو نظرونه او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور