د ناټو عمومي منشي له ولسمشر غني سره پر سولې غږېدلی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر اشرف غني سره

د ناټو عمومي منشي له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې د بهیر او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ینس سټولټنبرګ نن جمعه (د کب ۱مه) ماسپښین له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې له فعالې ډیپلوماسۍ کار اخلي، څو دا پروسه بریالۍ شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ دوه ورځنۍ غونډې په اړه چې د افغانستان په اړه بحث یې د اجنډا مهمه برخه وه، هم ښاغلي غني ته مالومات ورکړل.