ایران:که امریکا بندیزونه لېرې کړي ځینې اقدامات پای ته رسوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف

ایران وايي، که امریکا بندیزونه ترې لېرې کړي، نو ټول هغه اقدامات به پای ته ورسوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي سره په ټکر کې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف نن جمعه (د کب ۱مه) پر ټویټر په یو بیان کې وویل، که بندیزونه لېرې شي نو تهران به سمدستي له هغو اقداماتو په شا شي چې له مجبوریته یې تر لاس لاندې نیولي وو.

له دې مخکې واشنګټن د یوه نوي اقدام په ترڅ کې چې هدف یې ظاهراً له ایران سره د اړیکو ښه کول دي پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې له تهران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه خبرو ته چمتو دی.

سپینې ماڼۍ پرون- پنجشنبې همد اراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم خبر ورکړ چې د هغو مېکانېزمونو طرحې یې فسخ کړي دي چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په سېپټمبر میاشت کې وړاندیز کړی وو او ټینګار یې کاوه چې د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو ټول پخواني بندیزونه باید له سره ولګول شي.